Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو او پکتيکا کې هم سېلابونو د مالي زیانونو ترڅنګ نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ميدانښار- ښرنه (پژواک، ۵ وږی ۹۹): سېلابونو په میدان وردګو او پکتيکا کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، لسګونه کورونه یې نړولي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.

د ميدان وردګو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست مشر محمد فاروق ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت په دایمیردادو، جلریز او نرخ ولسوالیو کې سیلابونو زیانونه اړولي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په جلریز کې د سېلابونو له امله دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی، پنځه نارينه ټپیان شوي، پنځوس کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او سل نور زیانمن شوي دي.

دی وایي چې سېلابونو په نرخ او دایمیردادو کې ځاني زیان نه دى اړولی، خو لسګونه څاروي یې مړه کړي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه یې زیانمن کړي دي.

هغه وایي چې د ميدان وردګو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره اړين توکي نه لري، خو هڅه کوي چې د مرسته کوونکو ادارو مرستې را جلب کړي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا هم سېلابونو خلکو ته مرګ ژوبله او ځاني زيان اړولي دي.

په پکتيکا کې له پېښو سره د مبارزې ادارې رييس علي اقا پژواک ته وويل چې تېره شپه په دغه ولايت کې د پرله پسې ورښتونو له امله سيلابونه راغلي دي.

ده وويل چې د يادو سېلابونو له امله د يوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او لسګونه کورونه ويجاړ شوي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې سېلاب ځپلي سروې کړو او بيا ورسره مرستې وکړو.))

دغه راز د مرکز ښرنې د ډيانو کلي اوسېدونکي محمد اسلم پژواک ته وويل چې دوى په سيمه کې هم سېلابونو راغلي او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړى زياتوي: ((د خلکو کورونه يې وران کړي او ډېره ځمکه يې هم لاندې کړې ده.))

په ورته وخت کې د پکتيکا له زندان څخه يوه زنداني د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل: ((زندان هم ټول له اوبو ډک دى، عاجل بايد کمک ورسېږي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.