Language

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٦ کسان پر کرونا اخته شوي

کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۱۲۹ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په شپږمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٧٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۱۲۹ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې پنځه په کندوز، درې په ننګرهار، دوه –دوه په کابل، بلخ، تخار او بغلان ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې نهه کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۹۰۴۶ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې له دغې ناروغۍ څخه څوک نه دي مړه شوي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس له رامنځته کېدو وروسته تر اوسه پورې ١٤٠١ کسان له دغې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.