Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ولسي جرګې د غړي نادرخان کټوازي زوى د ماين چاودنه کې وژل شوى

ښرنه (پژواک، ٦ وږى ٩٩): په ولسي جرګه کې د پکتيکا د استازي نادرخان کټوازي زوى د ماين په چاودنه کې وژل شوى او يو ډاکټر ټپي شوى دى.

د نادر خان کټوازي بل زوى خورشيد امان کټوازي د وږي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې يې د ورور په کلينيک کې د ماين چاودنه شوې وه.

ده وويل چې په دغه چاودنه کې يې ورور او يو بل ډاکټر ټپيان شوي وو.

نوموړي زياته کړه: ((ورور مې نن په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.))

دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي هم پژواک ته وويل چې د نادر خان کټوازي زوى شخصي کلينيک درلوده او دولتي دنده يې نه درلوده.

ده هم د نوموړي وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

د يادونې ده چې دوه مياشتې وړاندې هم د نادرخان کټوازي د تره زوى په خپل کلي کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوى و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.