Language

د کندهار امنيه قوماندانۍ د ګڼ شمېر وسله والو د وژلو خبر ورکړى

کندهار (پژواک، ٦ وږى ٩٩) : د کندهار امنيه قومانداني په بېلا بېلو نښتو او عملياتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د وږي په ٦مه، پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د شاولیکوټ ولسوالۍ په شادي مانده سیمه کې وسله والو پر پولیسو ډله ییز برید کړی او د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د طالبانو بريد د پولیسو له خوا په شا تمبول شوی او پر مهال یې ۸ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د بارکزي په وينا، د وسله والو موټرسایکلونه او یوه اندازه وسله له منځه وړل شوي او د هغوی ۴۱ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

بل خوا تېره شپه د معروف ولسوالۍ په تغړې سیمه کې هم وسله والو د امنیتي ځواکونو پر یوې قرارګاه برید کړی چې پولیسو یې پر وړاندې مقاومت کړی دی.

بارکزی وايي، په جګړه کې ۱۴ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يو بل خبر له مخې، ناپېژاندو وسله والو د کندهار ښار د ۹مې امنیتي حوزې په ساحه کې د ملي اردو پر یوه پخواني افسر ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، پر دغه کس نن سهار وختي د لمانځه پر مهال برید شوی دی.

دغه افسر دوه کاله مخکې د ملي اردو په لیکو کې دنده لرله.

login or register a new account.

Related Topics