Language

د کندهار ځوانانو له  طالبانو د لارو پرانيستلو غوښتنه وکړه

کندهار (پژواک، ۶ وږی ۹۹): د کندهار لسګونو ځوانانو او د مدني ټولنو استازو د وسله والو طالبانو له خوا د کندهار- اروزګان او کندهار- ارغستان لارو د تړل کېدو په غبرګون کې احتجاجي غونډه وکړه او د خلکو پر مخ یې د دغو لارو خلاصون وغوښت.

هغوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېده نن په کندهار پریس کلب کې سره راټول شوي وو.

د ارغستان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبیدالله ارغستاني وویل، په دې ولسوالۍ کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې دغسې وضعیت نه و راغلی کوم چې اوس پر دوی تحمیل شوی دی.

هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو نه یوازې د کندهار- ارغستان لاره تړلې بلکې کلي په کلي یې لویې او کوچنۍ لارې تړلي او په ماینونو پوښلې دي.

دی وايي، له همدې امله په ولسوالۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي، تګ راتګ سخت شوی دی، که کوم څوک د سخت مجبوریت پر اساس چېرې ځي نو ماینونه یې ژوند اخلي.

د ده په خبره، عام ولس په سره اور کې ولاړ دی او هیڅوک یې هم غور نه کوي.

هغه زیاتوي، له همدې امله ځوانان اړ شول چې په دې اړه خپل غږ پورته کړي.

نوموړي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د ولس له ځورولو لاس واخلي او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغې ولسوالۍ لارې خلاصولو او امنیت ته پام وکړي.

د ځوان فیضي په نوم مدني فعال وویل، د کندهار- ارغستان، کندهار- اروزګان او نورې لارې داسې مهال تړل کېږي چې د مېوو او نورو حاصلاتو د ټولولو وخت دی او همدا د دې بېچاره ولس تر ټولو لویه سرمایه ده.

دی وايي، د لارو د بندېدو له امله ولس په سختو ستونزو کې راګېر دی، خپل ناروغان تر روغتونونو نه شي رسولای، له یوه ځایه بل ته تګ راتګ نه شي کولای.

هغه د بېلګې په توګه د کندهار- اروزګان لاره یاده کړه چې وسله والو یې عمومي لاره تړلې او پر فرعي لارو بیا حکومت د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

نوموړي له وسله والو طالبانو او حکومت څخه وغوښتل چې پر ولس رحم وکړي او هغوی ژوند کولو ته پرېږدي.

login or register a new account.

Related Topics