کابل(پژواک، ۶ وږى ۹۹): عبدالله عبدالله د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ او وايي، احمتال لري چې دغه خبرې راتلوونکې اوونۍ پيل شي.
د مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله « د افغانستان د سولې په اړه د خلکو نظر سنجي» مراسمو کې وويل چې د افغانستان دولت د سولې د خبرو لپاره بشپړ چمتوالى لري.
ده زياته کړه، ډېر احتمال شته چې راتلوونکې اوونۍ د سولې خبرې پيل شي.
د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوي يوه غړي نادر نادري چې په دغو مراسمو کې يې برخه درلوده وويل، د پلاوي غړي بشپړ يووالى لري چې په روښانه او ښکاره ماموريت خبرو ته لاړ شي.
ويل کيږي چې طالبانو د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ يو ٢٠کسيز پلاوى ټاکلى چې ددولت له پلاوي سره خبرې وکړي.
ټاکل شوې وه چې بين الافغاني خبرې د تېرې زمري مياشتې په ٢٦مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې واى ، خو د بنديانو د خوشې کېدو په موضوع کې د پيچيدګۍ له امله دغه خبر وځندېدې.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې چې د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه په قطر کې لاسلیک شوه، له بین الافغاني خبرو مخکې حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ زندانیان خوشې کول.
حکومت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان خوشې کړي او مشورتي لویې جرګې حکومت ته مشوره ورکړه چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ جنجالي زندنیان هم ازاد کړي، خو د دغو ۴۰۰ زنداندیانو له ډلې د ۸۰ هغو د خوشې کولو وروسته، فرانسې او اسټرالیا د طالبانو د یوشمېر زندانیانو له خوشې کولو سره مخالفت وکړ او د بندیانو د خوشې کولو بهیر درېدلی دی.
دغه راز عبدالله وويل چې د کابينې نوملړ وروستى شوى او راتلوونکې اوونۍ اعلانيږي.
login or register a new account.