کندوز ښار (پژواک، ٦ وږى ٩٩): د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې په کندوز ولايت کې په تېرو څو ورځو کې ١٦٠ طالبانو او ٤٥ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت د وسله والو ځواکونو د ستر درستيز رييس ارکان جنرال حبيب الله حصاري د وږي په شپږمه کندوز کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې دي.
هغه وويل چې په دغو جګړو کې سل طالبان او ١٨ حکومتي سرتېري وژل شوي او ٦٠ طالبان او ٢٧ سرتېري ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((طالبانو پلان درلود چې د کندوز ښار سقوط کړي، خو موږ په ټول ځواک سره د طالبانو دغه پلان شند کړ او دا مهال وضعيت نورمال دى.))
نوموړي ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د کندوز لويې لارې امن او امنيتي کمربندونه به پراختيا پيدا کړي.
خو د کندوز د ولايتي شورا غړى امرالدين ولي بيا وايي چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د اندېښې وړ دى.
دى وايي: ((د ټولو لويو لارو کنټرول له طالبانو سره دى، وضعيت دلته ډېر خراب دى، سوداګري نشته دى، پانګونه نشته هرڅه خراب دي.))
بل لورته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په تېرو پنځو کلونو کې دوه ځلې کندوز ښار د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP