کابل (پژواک، ۷ وږی ۹۹) : د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار نوی والي ضیاء الحق امرخیل وایي چې د فساد پر ضد به کلکه مبارزه کوي او په دې لار کې د خپلې دندې پریښودلو ته هم چمتو دی.
په ولسي او سياسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل نن د وږي په ۷مه، د يوې لويې ولسي غونډې په ترڅ کې تر پېژندلو وروسته رسماً دنده پيل کړه.
د پېژندنې غونډه، چې د ننګرهار ولايت مقام کې جوړه شوې وه، پکې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې لوی رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معين ستر جنرال محمد ايوب سالنګي، د ولايت مرستيالانو، د جمهوري رياست سلاکارانو، د ولس استازو، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، سوداګرو، مخورو، مېرمنو او زرګونه ولسي وګړو ګډون کړی و.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معين ستر جنرال محمد ايوب سالنګي په ولسي او سياسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د تقرر مکتوب ولوست او نوموړي ته يې په نوې دنده کې مبارکي ورکړه.
نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې يې يوه دوره د امنې قوماندان په توګه دنده تر سره کړې، چې خلک يې همکار، د ثبات او امن خوښوونکي دي
د جمهوري رياست د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي د خپلو خبرو پر مهال د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل ته په چارو کې د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وويل، چې مشرقي د بشري سرچينو لويه برخه، د پښتو ادب دريو ستورو، د حماسي شعرونو مخکښ شاعر ملنګ جان او دعدم تشدد سرلاری کورباچان خان کور دی، د دې شخصيتونو هيلو ته تحقق ورکوو او د ننګرهار پرمختګ لپاره ګډ کار کوو.
فضلي همدا راز د ننګرهار بېلابېلې ستونزې يادې کړې او ژمنه يې وکړه، چې په حل کې به يې د ننګرهار والي او اړونده مسئولينو سره ګډ کار وکړي.
په ولسي او سياسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل، چې په عراق او سوريه کې ميليونونه ډالر په لګښت ورسيدل داعش چا مات نه کړل؛ خو د ننګرهار ولسونو مات کړ .
هغه زیاته کړه: ((پروردګار سره مې ژمنه کړې، چې فساد نه کوم او فساد له منځه وړم، د فساد مخنيوي لپاره چوکۍ هم پريږدم او ټول تمرکز په عدالت کوم…))
امرخیل د ننګرهار له خلکو وغوښتل، چې فساد کوونکي رسوا کړي، د غصب په مخنيوي او نورو ناوړه کارونو مخنيوي کې يې همکاري وکړي او په دې برخه کې يې ملا وتړي، ترڅو په ګډه خپل کور ننګرهار جوړ کړو.
ننګرهار والي وويل، په داسې حالت کې راغلی دی، چې نړيوالۍ وبا ولسونه ځپلي، اقتصاد کمزوری شوی او بېلابېلو برخو کې ستونزې دي، ژمنه ده، دا سې خدمت به کوی، چې کله ځم په هسک سر ولاړ شي.
نوموړی وایي: ((زه جامع الکمالات نه يم، غواړم چې مسئولینو سره د ملګري په توګه کار وکړم او تاسو بايد د مسئوليت له مخې را سره کار وکړئ.))
ده وویل چې بې عدالتي به نه کوي او په ټول قوت سره به د عدالت له مخې چارې مخته وړی او له عدلي ارګانونو څخه يې انسان تښتونکو او نورو مجرمينو ته د جزاء غوښتنه وکړه، ترڅو د جرمونو مخه ونيول شي، ثبات او انکشاف رامنځته شي.
د ننګرهار والي همدا راز د نوي کال بوديجې لپاره مسئولينو سره د خبرو، د دې ولايت په انکشافي، اقتصادي، سياسي او يو شمېر نورو برخو کې د اصلاحاتو رامنځته کېدو کې د اقداماتو تر سره کولو ډاډ څرګند کړ.
امرخېل همدا راز له ولسونو وغوښتل، چې ده ته مبارکيو ورکړې په موخه له ورتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو خپلې چارې پرمخ يوسي، همدا راز رسنيو ته يې بيان ازادۍ په چوکاټ کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه يې وکړه، چې د حقايقو په رڼا کې د قانون له مخې فعاليت وکړي.
ضیاء الحق امرخیل تر مخکې په پارلماني چارو کې ددولت وزیر په توګه دنده ترسره کوله.