کابل (پژواک، ۷ وږی ۹۹) : یو شمیر دیني عالمانو کابل کې د یوې لویې په ترڅ کې پرحکومت نیوکه وکړه چې په لوی لاس غواړي دیني عالمان له حکومتدارۍ او په ټوله کې له نظام څخه لرې وساتي.
دیني عالماوو دغه څرګندونې د کابل په چهاردي سیمه کې په هغه غونډه کې وکړې چې پکې سلګونو دیني عالمانو او نورو کسانو ګډون کړي وو.
دوی پرحکومت نیوکه وکړه چې په لوی لاس غواړي دیني عالمان له حکومتدارۍ او په ټوله کې له نظام څخه لرې وساتي.
د مولوي صاحب خنجري په نامه یو تن دیني عالم وویل چې د هېواد په اوسنیو شرایطو کې دوه لارې دي، یوه یې د ایمان او هدایت او بله یې د معاصر جهالت چې غواړي په لوی لاس دیني شعائرو، مقدساتو او علماوو ته د پردیو په غوښتنه زیان ورسوي.،
ده زیاته کړه : ((؛د دویمې لارې یعنې ایمان او هدایت علمبرداران علماء دي چې موږ ورڅخه د الهي حدودو د ساتلو په خاطر ملاتړ کوو.))
د غونډې بل ګډون وال مولوي ظفرالدین په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د علماوو رسالت د حق اثبات او د باطلو ابطال دی. علماء به هیڅکله هیڅ قدرت ته اجازه ورنه کړي چې د دوی حقه حقوق تر پښو لاندې شي.
د افغانستان د سولې سفیر حاجی حامد سلطاني غونډې ته پخپلو خبرو کې وویل چې په اسلامي ټولنه کې علماء د اوبو په څېر حیاتي اهميت لري، له پیدایښت سره سم په غوږ کې آذان کوي، په ځوانۍ کې نکاح تړي او په مرګ یې هم جنازه کوي نو څنګه به یو اسلامي حکومت د علماوو له مشارکت پرته بشپړ وګڼل شي؟
د هغه په وینا، که حکومت په رښتینې توګه په ولسواکۍ باور لري نو علماء د دې ټولنې یوه عظیمه برخه ده چې په حکومت کې د رهبرۍ په سطحه باید برخه ورکړل شي.
بل دیني عالم مولوي عبدالفتاح ابراهیمي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د حکومت په رهبرۍ کې دې علماوو ته ونډه ورکړل شي او حکومت دې د سولې په مخکې خنډونه نه جوړوي.
د ولسي جرګې پخوانی وکیل حاجي خیال محمد حسیني وویل چې د هر هغه حکومت د زوال وخت چې را رسيدلی نو له علماوو سره یې مقابلې ته دانګلي دي.
هغه زیاته کړه چې دولت دې په هغه کسانو ډېره اتکاء نه کوي چې له هېواد څخه بهر لوى شوي دي او یا یې مېرمنې بهرنۍ دي.
د نوموړي په وینا، دغه کسان نه د ملک په نبض خبر دي او نه یې په اړتیاوو، هغه څوک دې په حکومت کې په دندو وګمارل شي چې د دې ملت لپاره یې قرباني ورکړې وي نه دا چې له بهر نه رالېږل شوي وي.
د غونډې بل ګډونوال سید فرهاد آغا وویل چې نظام د علماوو ملاتړ ته اړتیا لري او علماء دې نه پریږي چې موجوده نظام یو ځل بیا د نیستۍ خواته ولاړ شي؛ خو هغه ټینګار وکړ چې اصلاحات باید راوستل شي.
نوموړي پر ولسمشر غني نیوکه وکړه چې د ټاکنو په وخت کې خلکوته ډېر نږدې و خو کله چې ټاکنې پای ته ورسېدې د چا غږ نه اوري او یواځې د تخصص په نوم د څو را وارد شویو کسانو په انحصار کې راګېر شوی دی.