Language

د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو ټيلېفوني خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۷ وږی ۹۹) : ولسمشر محمداشرف غني او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، نن ټلیفوني خبرې وکړې.

له ارګ څخه د وږي په ۷مه، پژواک ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلیفونې مکالمه کې دواړو جمهوررئیسانو، د همکاریو د پراختیا، سولې پروسې او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو د دوام په اړه خبرې وکړې.

د فرانسې ولسمشر له افغانستان څخه په ځانګړي ډول د سولې او بیارغاونې په برخه کې د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ او په کابل کې یې د مور او ماشوم روغتون له فعالیتونو، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت د هڅو او لرغون پېژندنې په برخه کې یې د فرانسې د همکارۍ یادوونه کړه. 

همدا راز نوموړي د سولې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ وې ویل، د افغانستان دولت د سولې په برخه کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي دي او اوس باید طالبان د اوربند په اعلانولو سره په خپلو ژمنو وفا وکړي.

په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د طالب زندانیانو او طالبانو سره د افغان دولت د بندیانو د ازادولو پروسې په اړه هم خبرې وکړې.

login or register a new account.