کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٩): د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې د بنديانو خوشي کولو په پلان کې کوم بدلون نه دى راغلى.
د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل د وږي په ٨مه په ټويټر کې ليکلي، وسله وال طالبان بايد مخکې له دې چې حکومت د هغوى پاتې ٣٢٠ بنديان خوشي کړي، ورسره بندي افغان کومانډو سرتېري خوشي کړي.
هغه زياته کړې، اوس دا په طالبانو پورې تړاو لري چې د داسې اقداماتو په کولو سره د سولې له پروسې سره همکاري وکړي او دغه بهير پر مخ ولاړ شي.
په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون له مخې، افغان حکومت به د طالبانو ٥٠٠٠ او طالبان به د افغان حکومت ١٠٠٠ بنديان خوشي کوي.
د افغانستان حکومت د طالبانو ٤٦٠٠ بنديان خوشي کړل، خو د ٤٠٠ خطرناکو بنديانو په اړه د پرېکړې لپاره ولسمشر لويه مشورتي جرګه را وبلله او جرګې د پاتې ٤٠٠ بنديانو له خوشي کولو سره موافقه وکړه.
حکومت له دغو بنديانو ٨٠ يې خوشي کړل، خو وروسته له هغه چې فرانسې او اسټراليا د ځينو طالب بنديانو پر خوشي کولو نيوکه وکړه، دا پروسه ودرېده.
ولسمشر او د فرانسې ولسمشر تېره شپه د بنديانو پر خوشي کولو خبرې کړې دي، دغه راز د اسټراليا سفير هم وړمه ورځ د ملي امنيت له سلاکار حمدالله سره پر همدې موضوع خبرې کړې دي.
خو د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي ويلي چې د فرانسې او اسټراليا سرتېري طالبانو نه، بلکې افغان سرتېرو وژلي چې وروسته له طالبانو سره يو ځاى شوي وو.
هغه وايي چې دوی د دوحې د تړون له مخې، د حکومت ټول زر سرتېري خوشي کړي دي.
بلخوا د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين رسنيو ته ويلي چې له دوى سره د حکومت کومانډو سرتېري بنديان نشته.
خو د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ويلي چې له طالبانو سره ګڼ شمېر کومانډو سرتېري شته چې يو شمېر يې پاکستان ته سپارلي دي.
login or register a new account.