Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان کوچيان وايي، زورواکو یې څرځایونه غصب کړي

پلخمري (پژواک، ٨ وږى ٩٩): د بغلان د خنجان ولسوالۍ يو شمېر کوچيان وايي چې د زورواکو له لوري يې د څارويو څرځايونه غصب شوي خو حکومت يې په بېرته راګرځولو کې همکاري نه کوي.

لسګونه کوچيان نن د بغلان ولايت د مقام مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې کوله.

د يادو کسانو له ډلې مولوي محمد اعظم پژواک ته وويل چې په خنجان ولسوالۍ د حاجي جلال الدين باجګاه له لوري د کوچيانو سلګونه جريبه څرځايونه نيول شوي دي.

هغه وايي: ((زموږ ځمکې يې په زور نيولې دي، زموږ مالونو ته د څرېدو اجازه نه ورکوي، ډېرو کوچيانو خپل څاروي له همدې امله پلورلي دي.))

دغه راز يو بل اعتراض کوونکي محمد حسن پژواک ته وويل چې جلال باجګاه د دوى څرځايونه پر نورو خلکو پلورلي دي.

ده زياته کړه: ((دغه کس ته حکومت وسلې ورکړي چې له دښمن سره جګړې پرې وکړي، خو دى د وسلو په زور د خلکو ځمکې غصبوي.))

هغه دا هم وويل چې ياد کس تر اوسه له کوچيانو څخه نږدې څلور سوه څاروي په زور بيولي دي.

يو شمېر نورو معرضينو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې څو ځلې په دې برخه کې حکومت ته شکايتونه کړي خو څوک يې غږ نه اوري.

بل لور ته د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي جلال باجګاه پژواک ته وويل چې د څرځايونو په بدل کې يې له کوچيانو پيسې اخيستي دي.

ده وويل: ((ما د کوچيانو له مشرانو سره فيصله کړې تر هغه چې د ځمکې اصلي څښتن معلومېږي، بايد کوچيان د هر مال د څرېدو په بدل کې ماته پنځوس افغانۍ راکړي.))

نوموړى وايي چې د څلور زره جريبه ځمکې اسناد په لاس کې لري خو يوه بسوه يې نه له چا غصب کړې او نه يې هم له چا د ټوپک په زور اخيستې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د والي وياند نذير نجم پژواک ته وويل چې له تېرو دريو کلونو راهيسې په خنجان ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر دعوې روانې دي خو خکومت هڅه کوي چې يوه قانوني حل لار ورته پيدا کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.