ګردېز (پژواک، ۸ وږى ۹۹): د پکتیا حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په مرکز ګردېز کې د ماين چاودنې له امله د څلورو ملکي وګړو په ګډون ١١ کسان ټپيان شوي دي.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند حيات الله نظامي د وږي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د صالوخېلو په سيمه کې د ملي اردو پر رينجر موټر د ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي: ((چاودنه د د کلیو د پراختیا رياست ته نږدې شوې ده، داسې خبرونه هم شته چې ښايي په سيمه کې نور ماينونه هم وي، د انجنيري ټېم په ساحه کې دی او ساحه تر کنټرول لاندې ده.))
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي چې په چاودنه کې څلور د ملي اردو، يو د ملي امنيت سرتېري او يو عام وګړی ټپيان شوي دي.
سهي زياته کړه: ((بدبختانه د هېواد او خلکو دښمنانو پر لويه لاره ماين خښ کړی و چې د چاودنې په پايله کې يې زموږ د ملي امنيتي ځواکونو پنځه سرتېري او يو عام سړی زخميان شوي دي.))
خو د پکتيا د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر اصيل خان ناصري پژواک ته وويل چې د چاودنې له ځايه دوی ته ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.
ناصري وايي: ((موږ ته ١١ تنه زخميان راوړل شوي دي، اووه نفره يې نظامي دي او څلور يې ملکيان دي. د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی، فقط يو تن نظامي حالت خراب و، هغه قول اردو ته انتقال شوى دى.))
د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP