Language

چين له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کوي

کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٩): به بيجینګ کې د افغانستان سفير جاوېد قايم وايي چې چين به په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

قايم په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د چين نړيوالې پرمختيايي ادارې له مرستيال دنګ بوچنګ سره يې پرون وليدل.

هغه زياته کړې چې په دې ليدنه کې يې له  تېرو مرستو د مننې ترڅنګ د نورو خوراکي توکو د مرستی غوښتنه هم وکړه.

قايم وايي، د چين د يادې ادارې مرستيال ورته وويل چی چين به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې له افغانستان سره د خوراکي توکو نورې مرستې وکړي.

خو نوموړي د دغو مرستو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

افغان سفير وايي چې دغه راز يې له نوموړي د کرنې، مسلکي تعليماتو او انرژۍ په برخو کې هم مرسته وغوښته چې هغه ورسره په دې برخه کې هم د همکاريو ژمنه وکړه.

بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو مرستيال ميرويس ناب په کابل کې د چين له سفير سره د ليدنو پر مهال له سېلاب ځپلو سره د مرستو په اړه هم خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو زارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چين سفير وانګ  ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې دغه هېواد ته ورسېږي.

login or register a new account.