Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنيو چارو وزارت: طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ٢٤٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٩): د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ٢٤٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړلوې ده.

د ياد وزارت له خوا د وږي په ٨مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرګ ژوبله د طالبانو له خوا په ۴۴۶ بريدونو او ورانکارو فعاليتونو کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په يادو بريدونو کې ۶۷ ولسي وکړي وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپیان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، طالبانو دغه فعاليتونه او بريدونه په تېره اوونۍ کې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې ترسره کړي چې تر تر ټولو ډېر په بلخ ولایت کې وو.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم په ماين چاودنو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتېدو خبر ورکړى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.