Language

حامد کرزي د ملي روغې جوړې عالي شورا کې خپل غړيتوب رد کړ

کابل (پژواک، ٩  وږى ٩٩): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي مصالحې عالي شورا غړيتوب رد کړ او ويلي یې دي چې په هېڅ دولتي تشکيل کې به برخه وانه خلي.

ولسمشر اشرف غني تېره شپه د يوه فرمان له مخې د ملي مصالحې عالي شورا د ٤٦ غړو يو نوم لړ خپور کړى چې په کې د نورو سياسي او جهادي رهبرانو ترڅنګ د حامد کرزي نوم هم په کې دی.

خو د حامد کرزي له دفتره د وږي په ٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کرزى به د هېواد د يوه وګړي په توګه د سولې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي، خو زياتوي چې په هېڅ دولتي تشکيل کې به برخه وانه خلي.

سرچينې زياته کړې: "پخوانی ولسمشر به د سولې لپاره خپله هڅه او کوښښ د ګران هېواد د يو وګړي په توګه جاري وساتي او دغه ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي."

له ولسمشرۍ ماڼۍ تېره شپه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا شورا په هېواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع رامنځته کېدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ شوی و.

د ولسمشر د فرمان له مخې، د شورا په اعلان شوو کسانو کې د حامد کرزي ترڅنګ استاد سياف، انجنير ګلبدين حکمتيار، کريم خليلي، محقق، دوستم، رباني، عطاء محمد نور، اسماعيل خان، حامد ګيلاني، مجددي، نادري، شهراني، حمدالله محب، حنيف اتمر، امر الله صالحو سرور دانش، مسلميار، رحماني او يو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي او د مېرمنو استازې شاملې دي.

login or register a new account.