کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٩): د ټولنيزو شبکو يو شمېر کاروونکي د ولسمشر اشرف غني له خوا د ملي مصالحې عالي شورا پر اعلان شوو غړو بېلابېل ډول غبرګونونه ښودلي دي.
ولسمشر اشرف غني تېره شپه د يوه فرمان له مخې د ملي مصالحې عالي شورا د ٤٦ کسانو يو نوملړ خپور کړى چې د حامد کرزي ترڅنګ په استاد سياف، انجنير ګلبدين حکمتيار، کريم خليلي، محقق، دوستم، رباني، عطاءمحمد نور، اسماعيل خان، حامد ګيلاني، مجددي، نادري، شهراني، حمدالله محب، حنيف اتمر، امرالله صالح، سرور دانش، مسلميار، رحماني او يو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي او د مېرمنو استازې شاملې دي.
په ټولنيزو شبکو کې ځيني کاروونکو بيا نيوکه کړې چې په دې شورا کې ښځو ته کمه ونډه ورکړل شوې، ځينو ويلي چې ټولو قومونو ته په کې ځاى نه دى ورکړل شوى او ځينو بيا پر اعلان شوو غړو بېلابېل ډول نيوکې کړې دي.
ژورنالېست مجيب مشال په ټويټر کې ليکلي چې په دغه لېست کې ښځې په دويمه کټګورۍ کې راوستل شوې دي، په ٤٦ کسيز لېست کې يواځې اته ښځې دي.
هغه زياته کړې چې په پاس ٣٨ مهمو غړو کې يوه ښځه هم نشته.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې شهرزاد اکبر هم په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، د ملي مصالحې شورا په څلورګونو برخو کې د يوې مشرۍ ته هم ښځه نه ده نومول شوې.
نوموړې نيوکه کړې چې د سولې په مرکچي پلاوي، ملي مصالحې شورا او نورو بنسټونو کې د ښځو ونډه ډېره کمه ده.
هغې زياته کړې: ((دا چې حکومت د اجماع خبرې کوي، دا ډول لېست خپرول څه پيغام لرلى شي.))
د سونيا رجبي په نوم يوې ښځې په ټويټر کې ليکلي چې په اعلان شوي لېست کې ډېرى يې د سولې مخالفين دي او تل يې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کړى دى.
هغې زياته کړې: ((زه د يوې هېوادوالې په توګه له اعلان شوو کسانو څخه يې يو هم خپل استازى نه منم.))
عبدالغفار نظري هم نيوکه کړې چې د ملي مصالحې شورا اکثره غړي لکه د جګړې د کومې شورا غړي دي، اعلان شوى نوملړ ټولشمول نه دى او د خلکو استازيتوب نه شي کولى.
د هغه په وينا، په دغه نوملړ کې نه د جګړې د قربانيانو استازي شته، نه د لږګيو او نه هم ځوانانو ته برخه ورکړل شوې ده.
شفيق همدم بيا ليکلي چې له ولسمشر اشرف غني پرته نور ټول سياسي چارواکي د دې شورا غړيتوب لري.
ده نيوکه کړې چې د نوي نسل استازي او ښځې له دغه لېست څخه نادرکه دي، قومي، جنسيتي او نسلي توازن په پام کې نه دى نيول شوې.
ځينو کسانو بيا ګيله کړې ده چې په دغه لېست کې ټولو قومونو ته برخه نه ده ورکړل شوې.
انجنير فضل احمد عباد ويلي چې په دغه لېست کې د بلوڅ قوم هېڅ استازي ته ځاى نه دى ورکړل شوى چې دا د دغه قوم په حق کې لويه جفا ده.
حنیف الله پشه يي بيا اعتراض کړى چې د پشه يانو قوم ته په دې شورا کې غړيتوب نه دى ورکړل شوى، ده پوښتنه کړې چې پشه يان به د دغه وطن نه وي؟
شېرعلم امله وال هم نيوکه کړې چې په دغه ليست کې له پشه یي قوم څخه هېڅ وسله وال او قلموال شتون نه لري، دا ستر ظلم او توپيري چلند چې د واک دواړو شریکوالو ډاکترانو غني او عبدالله له خوا د تل په څېر د دغه هېواد له ویاړلي قوم سره کېږي، بیا هم تکرار شو. هغه زياته کړې چې دا ظلم او تعبیض هېڅ د منلو وړ نه دی.
د نازنين وطندوست په يوې په فېسبوک کې ليکلي، هر هغه څوک چې په کابل کې اوزګار ليدل شوى، په دغه لېست کې یې شامل کړى دى.
هغې زياته کړې چې دغه کسان د خپلو ګټو په فکر کې دي، نه د هېواد د ګټو.
بلخوا د سوېل ختيځ زون ولسونو عالي کمېسيون په دې اړه په خپل غبرګون کې ويلي چې په دغه لېست کې د ولس د تمې خلاف څېرې تپل شوې چې دغه کار هېواد د يو بل بحران پر لور ستنوي.
دوى زياته کړې، د سوېل ختيځ زون د ولسونو عالي کمېسيون دغه جوړښت غندي؛ ځکه په دې ملي پروسه کې تر ټولو زيات تاوان دوی ليدلی دی.
دغه کمېسيون ګواښ کړى، که دولت يې له پامه وغورځوي، له دولت سره به پرېکون اعلان کړي او د خپل حق تر تحقق پورې پر مدني حرکتونو لاس پورې کړي.
د ګل مقصود ثابت په نوم يوه بل کس ليکلي چې د مصالحې عالي شورا جوړښت يو ښه اقدام دی خو په دې شورا کې د ډاکتر انوارالحق احدي نه شاملول د سولې پروسې ضعيفول او له افغانستان سره د ظلم په معنا دی.
هغه زياته کړې که چېرې احدي يو زورواکی واى، نو نن به په دې شورا او بل هر مهم تصميم کې ناست و. هغه د قلم خاوند دی او د افغانستان لپاره یو لوی فکر لري.