Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: د کندوز امام صاحب ولسوالي د لسګونو طالبانو په وژل کېدو سره تصفیه شوه

کندوز (پژواک، ۹ وږی ۹۹): د ۲۱۷ پامیر قول اردو مسوولین ادعا کوي چې د کندوز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او شاوخوا لس کلي د هغوی له شتونه پاک شوي دي.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان برید جنرال محمد علي د دفاع او کورونیو چارو وزارت او ملي امنیت له پلاوي سره د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ ته سفر کړی، وایي چې یوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د امام صاحب د ولسوالۍ پر ځينو پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې یو شمېر کلي د طالبانو له خوا ونیول شول.

هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو په دویم ځلي عملیاتو کې لس کلي له طالبانو پاک شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

یزداني وایي: ((طالبانو په دې وروستیو کې په امام صاحب ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه ډېر کړي وو، یوشمېر کلي یې نیولي وو، د ۷۲ ساعتونو په لړ کې موږ د ځانګړو ځواکونو په وسیله عملیات پیل کړل چې په پایله د طالبانو له شتونه لس کلي پاک شول، ۵ طالبان ووژل شول او ۲۱ نور یې ټپیان شول او له امینتي ځواکونو یوازې درې کسان ټپیان شوي دي.))

د قور اردو قوماندان زیاته کړه چې عملیات اوس هم دوام لري.

د کندوز د ولایتي شورا رییس یوسف ایوبي پژواک ته وویل چې اوس هم امنیتي وضعیت چندان ښه نه دی او خلک د وضعیت په اړه اندېښنه لري چې دغه ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط نه شي.

ایوبي وایي: ((اوس مهال په امام صاحب کې جګړه ارامه ده خو ګواښ ندی لرې شوی لا هم خلک اندېښمن دي او هغه مسوولین چې اما صاحب ته راغلي باید عملیات پراخ کړي او له بې ځایه شوو سره مرسته وکړي.))

بلخوا د کندوز د اما صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې یاده ولسوالي به هېڅ کله د لبانو له خوا سقوط ونه کړي.

سعیدي پژواک ته وویل: ((نظامي پلاوی چې له مرکزه راغلی موږ ناسته لرله خپل مشخص وړاندیزونه مو شریک کړل، ښې ژمنې یې وکړې چې مرستندوی ځواکونه ولسوالۍ ته ور استوي د هغو په موجودیت کې به امنیتي ساحې ته ښه پرختیا ورکړو.))

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.