Language

په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ٢٥ ميليونو ته ورسېد او ۱۷ میلیونه بېرته روغ شوي

کابل (پژواک، ٩ وږى ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٢٥ ميليونه او له دې ناروغۍ د رغېدلو کسانو شمېر ١٧ ميليونو ته رسېدلی دی.

د کرونا ويروس چې شاوخوا اته میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين او ګڼ شمېر اروپايي او اسيايي هېوادونو کې کنټرول شوې، خو په امريکا، هند او برازيل کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٢٥ ميليونو کسانو اوښتى دى.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه ١٧ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي  او ٨٤٠ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي چې د ټولو ناروغانو ٥ سلنه جوړوي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یو سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږ ميليونه او ١٣٠زره کسانو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه جوړوي.

دغه راز په امریکا کې ١٨٦زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته درې ميليونه او ٨٥٠زره کسان پرې اخته او  ١٢٠ زره کسان مړه شوي دي.

په هندوستان کې هم دا وبا په تېزۍ سره خپرېږي او د ناروغانو شمېر یې ٣ ميليونه او ٥٥٠زره کسانو ته رسېدلى او په نړۍ کې درېیم ځپل شوی هېواد دی. دغه راز په هند کې ٦٣زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، هسپانیه، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٣٨زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٤٠٢ کسان مړه او تر ٢٩زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.