Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې چاودنې څلور پاڅونوال او یو ملکي وګړی وژلي

ګردېز (پژواک، ٩ وږى ٩٩): په پکتيا ولايت کې د يوې چاودنې له امله څلور پاڅونوال او يو ملکي وګړى وژل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل د وږي په ٩مه پژواک اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون ناوخته د ډنډي پټان ولسوالۍ د مقبل درې د نري کوتل په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې څلور پاڅونوال او يو ملکي وګړى وژل شوي او د هغوى يوه رینجر موټر هم له منځه تللی دى.

منګل وويل چې اوس د ډنډي پټان ولسوالۍ امنیتي وضعیت نورمال دی، امنيتي او دفاعي ځواکونه د دښمن هر ډول بريدونو پر وړاندې پوره چمتووالی لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.