Language

اتمر: پاکستان دې د ډیورنډ له فرضي کرښې سره د تاسیساتو له جوړولو ډډه وکړي

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۹۹): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان له پلاوي سره په لیدنه کې د ډیورنډ د فرضي کرښې له هغې غاړې د افغانستان پر بېلابېلو سيمو د راکټونو د راتوغولو د بندېدو، د هغه هېواد له خوا د خپلسرو تاسیساتو جوړولو پر بندولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو پر پرانيستو پرېښودو ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر نن سهار د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سهیل محمود سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

سرچینه زیاتوي، محمود د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چې د پاکستان حکومت له مختلفو بنسټونو جوړ دی، د سولې او همغږۍ لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل د پلان (APPAPS) په دوره یي ناسته کې د ګډون لپاره افغانستان ته راغلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کابل ته د سهیل محمود او له هغه سره د پلاوي راتګ ته ښه راغلاست وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نظامي او امنیتي مرستو یې ټینګار وکړ او له پاکستان سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د افغانستان پر عزم خبرې وکړې.   

نوموړي ډیورنډ د فرضي کرښې له هغې غاړې د افغانستان پر مختلفو ساحو د راکټونو راتوغولو د درولو، د هغه هېواد له خوا د خپلسرو تاسیساتو د جوړولو پر بندولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو پر پرانیستو پرېښودو ټینګار وکړ.

اتمر له پاکستاني پلاوي سره د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ او ترانسپورټ پرختیا، د حیرتان – کابل او حیرتان –هرات – کندهار – کویټې د اوسپنې پټلۍ د تمدید په اړه خپل نظریات شریک کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دوه اړخیزو اړیکو د قوي کولو په اړه له خبرو سربېره، د سولې له بهیر سره د خپل هېواد د پوره ملاتړ او د سولې د بهیر د ژر پلیېدو په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده چې د «سولې او همغږۍ لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان» (APPAPS)دویمه ناسته نن د دواړو هېوادنو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو میرویس نایاب او سهیل محمود تر ګډې مشرۍ لاندې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه.

ټاکل شوې په دغه ناسته کې د مخکنۍ ناستې ژمنې پلان عمل پر پنځو جلا محورونو لکه سیاسي، دیپلوټیک، دفاعي، امنیتي، اقتصادي او ګډوالو چې تېرکال په پاکستان کې جوړه شوې وه، وارزول شي.

login or register a new account.