کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٩) : په استراليا کې مېشتو افغانانو په افغانستان کې له سيلاب ځپلو، بې وزلو او له کرونا ځپل شويو سره د مرستو راټولولو لړۍ پيل کړې چې ډېر ژر به يې هېواد ته را ولېږدوي.
د استراليا په ميلبورن ښار کې مېشت افغان عبدالغفار اکبر وايي چې له يو شمېر نورو افغانانو سره يې د مرستو لړۍ پيل کړې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، افغانستان کې بې وزلۍ، نا امنۍ او هم د کرونا وېروس وبا ډېر افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او له هر وخت څخه ډېر اوس افغانان مرستو ته اړتيا لري.
اکبر وايي، له نورو ستونزو سربېره اوس سيلابونو هم ډېر شمېر ولايتونو کې مالي او ځاني زيان اړولى او زرګونه افغانان يې اغېزمن کړي دي.
د هغه په وينا، د سيلابونو قربانيانو لپاره له افغانستان څخه بهر ګڼ شمېر افغانان پيسې او نورې مرستې راټولوي، ترڅو په دې سخت وخت کې د خپلو هېوادوالو لاسنيوى وکړي.
نوموړي زياته کړه،د ياد ښار مېشتو افغانانو په مرسته يې زرګونه جوړه کالي،بوټونه، روغتيايي او نور توکي راټول او افغانستان ته د لېږلو لپاره يې چمتو کړي دي.
اکبر وويل چې په نږدې ورځو کې به يوکانټينر بېلابېل ډول توکي چې په کې جامې، بوټونه، کمپلې، جمپرونه او نور توکي شامل دي، افغانستان ته ولېږي.
هغه وايي، مرسته شوو توکو کې ١١ وينټلاټورونه هم شامله دي کوم چې دکوويډ-۱۹ ناروغانو درملنه کې مرسته کولی شي.
د اکبر په وينا، راتلونکې کې به د استراليا نورو ښارونو کې مېشت افغانان وهڅوي، ترڅو ورته مرستې راټولې او په دوامداره شکل يې افغانستان ته ولېږي، ترڅو پر بې وزلو افغانانو ووېشل شي.
نوموړي وويل چې دا مرستې به د ننګرهار،کونړاو لغمان ولايتونو پر شاوخوا پنځو زرو بې وزلو کورنيو ووېشل شي.
اکبر زياته کړه چې يو شمېر توکي به د ښوونځيو زده کوونکو ته ورکړل شي.
دى وايي چې دغه راز په دغو مرستو کې دکونړ سيد جمال الدين پوهنتون لپاره ٣٢٠ جلده کتابونه، ٤٠ عدده ليپ ټاپونه هم شامل دي.
د هغه په وينا، پخوا يې هم دا ډول مرستې راټولې کړې، هېواد ته يې لېږلي او پر بې وزلو يې وېشلې دي.
په ميلبورن کې مېشت دغه افغان زياته کړه چې دا کانټينر به په راتلونکو دوو مياشتو کې افغانستان ته ورسيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP