Language

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څلور کسان پر کرونا اخته شوي

کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا څلور مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٨١٦٩ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په لسمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې څلور يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٨١٦٩ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې دوه په ننګرهار او دوه هم په لغمان ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٢٩١١٢ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې له دغې ناروغۍ څخه څوک نه دي مړه شوي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس له رامنځته کېدو وروسته تر اوسه پورې ١٤٠٢ کسان له دغې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې اوونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د يوې سروې له مخې، په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، چې که هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.