مزارشريف ( پژواک، ۱۰وږی ۹۹) : د ملکي وګړو د خونديتوب ډله وايي، چې حکومت او طالبان دې د ملکي وګړو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی چې د وږي په ۱۰مه، مزارشريف ښار کې راټول شوي وو، همدا راز يې ټينګار کاوه چې ژر تر ژره دې بين الافغاني مذاکرات هم پيل شي.
د ملکي وګړو د خونديتوب ډلې د رهبري شورا غړي محمد اسماعيل بلخي پژواک ته وويل، چې طالبان او حکومتي ځواکونه د جګړو پر مهال د ملکي وګړو خونديتوب ته پام نه کوي.
هغه زياته کړه، د يوناما له خوا د ۲۰۲۰ زېږديز کال د لومړيو شپږو مياشتو راپور له مخې، بلخ ولايت د ملکي تلفاتو له اړخه د فهرست په لومړي سر کې ځای لري.
د بلخي په خبره، د روانو جګړو له امله ملکي وګړو ته د ځاني زيان تر څنګ زيات مالي زيانونه هم رسېدلي دي.
نوموړي وويل: (( شمال زون کې د روانو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځايه شوې دي، تر ټولو خطرناک حالت دا دی چې شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان د جګړې له امله په رواني ناروغيو اخته دي)).
د ملکي وګړو د خونديتوب ډلې دغه غړي له طالبانو او افغان حکومت څخه په کلکه وغوښتل، چې د عملياتو پر مهال دې د عامو خلکو د ژوند خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
د ملکي وګړو د خونديتوب ډلې يوه بل غړي سيد محمد يزدان پرست بيا په خپلو خبرو کې د بين الافغاني خبرو د ژر تر ژره پيل کېدو غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه، چې طالبان نور د جګړې د دوام لپاره هيڅ ډول عذر نه لري او بايد د وخت له ضايع کېدو وړاندې بين الافغاني خبرو ته حاضر شي.
نوموړی زياتوي، د هرې ورځې په تېرېدو سره هېواد کې د جګړو له امله د ملکي وګړو ژوند له جدي خطر سره مخ کېږي.
د يزدان پرست په خبره، وسله وال طالبان، افغان ځواکونه او په هېواد کې شته نورې مخالفې ډلې د ملکي تلفاتو مسووليت لري.
حاجي محمد يعقوب د بلخ ولايت د نهر شاهي ولسوالۍ د شهرک سيمې اوسېدونکی دی، چې په جګړو کې يې زيان ليدلى دی.
login or register a new account.