Language

عبدالحکيم منيب: ولسمشر دې د کمپاين پر مهال له موږ سره کړې ژمنې عملي کړي

کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٩) : د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان جهادي قوماندانانو او ديني عالمانو په حکومت کې د مشارکت ترڅنګ د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې نن د وږي په ١٠مه، د کابل په ١٩ مه ناحيه کې د مظهر العلوم او تحفيظ القران مدرسه کې جوړه شوې وه، په کې سلګونو ديني عالمانو، قومي او جهادي شخصيتونو او د حرکت ګوند مشرتابه او غړو ګډون کړى وو.

د حرکت ګوند مشر او د حج او اوقافو مخکني وزير مولوي عبدالحکيم منيب په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې دوى د افغانستان د نظام کلک ملاتړي دي.

خو هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ولسمشر غني له دوى سره د کمپاين پر مهال کړې ژمنې بايد عملي کړي.

ده زياته کړه، په دې ژمنو کې د اسلامي مراکزو جوړولو لپاره د مشخصو شويو ځمکو ورکول او د مرکزونو جوړول هم شامل وو.

مولوي منيب دغه راز وويل چې د کمپاين پر مهال ورسره د خويندو لپاره د زده کړو مصئونه فضا رامنځته کولو، دديني مدرسو د فارغانو د سندونو د ليسانس منل او د علماوو لپاره د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړو برابرولو ژمنې هم شوې وې.

هغه يادونه وکړه چې ترڅو يې غوښتنې نه وي منل شوې ، د دا ډول غونډو لړۍ به ولايتونو ته هم وغځوي.

د حرکت ګوند مشر ګواښ وکړ چې که بيا هم حکومت يې غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه، لاريونونه به وکړي، لارو کوڅو ته به راووځي او په نورو متبادلو لارو به غور وکړي.

ديني عالم وکيل ملا محمد عمر تره خېل وويل چې په حکومت کې د ديني عالمانو ونډه کمه او کمرنګه ده بايد دوى ته خپل حقوق ورکړل شي.

قومي مشر حاجي محمد عظيم خان هم پر حکومت نيوکه وکړه چې ديني عالمان يې له صحنې ايستلي او که دوى ته حقوق ورنه کړل شي، نو ستونزې به رامنځته شي.

login or register a new account.