Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ١٣٥٠٠ کورنيو ته د برېښنا رسولو چارې بشپړې شوې

پل علم (پژواک، ۱۰وږى ۹۹): د لوګر په مرکز کې د ٢٢ ميليونه ډالرو په لګښت د برېښنا رسولو چارې بشپړې شوې دي.

د لوګر د برېښنا امر انجنير نورالدین د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل؛ پر دغه پروژه ۲۲ میلیونه ډالر لګښت راغلی او د کار چارې یې په دوه نیمو کلونو کې بشپړې شوې دي.

هغه وويل، دغه پروژه ۱۴۶ ترانسفرمرونه لري چې له دې سره به د مرکز اړوند ټولې سیمې د برېښنا له رڼا څخه برخمنې شي.

ده زياته کړه چې د يادې پروژې ټول لګښت د نړيوال بانک له لوري ورکول شوی دی.

دغه راز د لوګر والي محمد اجمل شاه پور وویل چې په دغه پروژه کې ۱۳۵۰۰ کورنيو ته برېښنا ورکړل شوې ده.

هغه زیاته کړه: ((د خوښۍ ځای دی چې د داسې یوې مهمې او اساسي پروژې پرانیسته کوو ،چې ټوله ګټه یې ولس ته رسیږي.))

والي له خلکو غوښتنه وکړه چې د ملي پروژو په پلي کولو کې له دولت سره همکاري وکړي.

همدارنګه د مرکز پل علم يوه اوسېدونکي احمد زبير پژواک ته وويل چې دا مهال دوى ته برېښنا ورکړل شوې ده.

هغه وويل: ((پخوا موږ برېښنا نه درلوده، خپله به مو شخصي يوه چاره کوله خو اوس موږ برېښنا لرو.))

د يادنې ده چې د کابل په ګډون د افغانستان د ډېرو ولايتونو اوسېدونکو ته وارداتي برېښنا ورکړل شوې چې ډېرى وخت يې پايې د لارې په اوږدو کې په ماينونو الوځول کيږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.