ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې پر يو شمېر ښځو د سبزيو وچولو ماشينونه ووېشل شول

پکتيکا کې پر يو شمېر ښځو د سبزيو وچولو ماشينونه ووېشل شول

author avatar
31 Aug 2020 - 17:04
پکتيکا کې پر يو شمېر ښځو د سبزيو وچولو ماشينونه ووېشل شول
author avatar
31 Aug 2020 - 17:04

ښرنه (پژواک، ١٠ وږى ٩٩): د شاوخوا پنځه ميليونه افغانيو په لګښت پکتيکا کې پر يو شمېر کورنيو د سبزيو د وچولو ماشينونه ووېشل شول.

 د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا د کرنې رييس ابوبکر وويل چې دغه ماشينونه د بڼوالۍ د ځنځيري پروګروام له لارې پر دغو مېرمنو وېشل شوي دي.

ده وويل، دغه ماشينونه هغو ٢٨ کونډو ښځو ته ورکړل شوي چې سرپرست يې نه درلوده او له اقتصادي ستونزو سره مخ وې.

هغه زياته کړه: ((په هر ماشين ١٧٨٥٧١ افغانۍ لګښت راغلى چې ټوليز لګښت يې څه باندې پنځه ميليونه افغانۍ کيږي.))

د نوموړي په وينا، يادې مېرمنې له دغو ماشينونو څخه په ګټې اخيستنې سره کولاى شي چې سبزي وچه کړي او بازار ته يې عرضه کړي.

دغه راز پکتيکا کې د بڼوالۍ د ځنځيروي پروګرام مسوول عرفات نيازي وويل چې يادې مېرمنې کولاى شي په دغو ماشينونو تور بانجان، بنډۍ او نور سبزيجات وچ او بازار ته يې عرضه کړي.

ده وويل: ((له دې سره به هم بازار کې د وچو سبزيو قيمت ارزانه شي او هم به د سبزيو د ضايع کېدو مخه ونيول شي.))

همدارنګه يوې مېرمنې شازيه (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې د روانو جګړو له امله يې خاوند وژل شوى او د ګټې لپاره څوک نه لري.

هغې وويل: ((ډېره خوشحاله يم چې د کار کولو يوه وسيله راته پيدا شوه، اوس کولاى شم چې اولادونو ته مې ډوډۍ پيدا کړم.))

د يادونې ده چې پکتيکا پراخې کرنېزې ځمکې لري، خو د اوبو د کموالي له امله يې اوسېدونکي نه شي کولاى تر ډېره له خپلو ځمکو څخه استفاده وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.