Language

د غزني د عامې روغتيا رياست د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

غزني ښار (پژواک، ١١ وږى ٩٩): د ٢٤ ميليونه افغانيو په لګښت د غزني د عامې روغتيا رياست ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې د عامې روغتيا رياست لپاره دغه ودانۍ په درېيو پوړونو کې جوړېږي.

هغه وويل چې يادې ودانۍ پر جوړولو څه باندې ٢٤ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د عامې روغتيا وزارت له پراختيايي بودجې ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((دغه ودانۍ په اساسي ډول جوړېږي چې ټول ملحقات به له ځان سره ولري او چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.))

کليمزي دا هم وويل چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د يو شمېر نورو پروژو جوړېدو چارې هم پيل شي چې تر ډېره به د دغه ولايت د اوسېدونکو ستونزې هوارې کړي.

همدارنګه د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکتر ظاهرشاه نيکمل وويل چې تر دې وړاندې دوى خپلې اداري چارې په يوې کوچنۍ ودانې ترسره کولې چې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

نوموړى زياتوي چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوى يادې ستونزې هوارې او د اداري چارو په برخه کې به مثبت بدلون او پرمختګ رامنځته شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.