Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل پولیسو د ولسي جرګې یو غړی د پیسو د قاچاق په تور نیولی

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۹۹): د کابل پولیس د ۲۰۰زره یورو د قاچاق په تور د ولسي جرګې د غړي عبدالحمید شریفي د نیولو خبر ورکوي؛ خو شریفي وایي چې نیول شوی نه دی او یادې پیسې یې د کورنۍ او نورو معاملاتو لپاره له ځان سره انتقالولې.

دا په داسې حال کې ده چې د یوه تازه راپور پر اساس، افغانستان د تورو پیسو سپینولو پر وړاندې د نړۍ تر ټولو ناکام هېواد بلل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېره ورځ د یوه پیغام په خپرولو سره وویل چې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی او د دې جرګې د اقتصادي کمېسیون رییس د ۲۰۰زره یورو د قاچاق په تور په کابل کې د حامد کرزي په هوایي ډګر کې نیول شوی دی.

دغه راز د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر عمومي رییس جنرال سید عمر صبور د ولسي جرګې د دغه غړي نیول کېدل تاییدوي او وایي چې د قانون له مخې هېڅوک نه شي کولای چې له لس زره ډېر ډالر له ځان سره ولېږدوي.

د هغه په خبره، په هغه صورت کې چې سوداګر د ډېرو پیسو د انتقال غوښتونکی وي، باید د سوداګرۍ جواز ولري او له مالیې وزارت او مرکزي بانک څخه اجازه واخلي.

خو په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عبدالحمید شریفي پر خپله فېسبوک پاڼه د «وضاحت» تر عنوان لاندې داسې لیکلي: «ټولو ته معلومه ده چې بنده له دوو لسیزو ډېر د هېواد په نورو اقتصادي برخو کې د یوه ملي سوداګر په ډول فعال حضور درلود، په ولسي جرګه کې د مزار د خلکو د استازي په ډول له ټاکلو مخکې مې ټولې تغدي، منقولې او غیر منقولې شتمنۍ ثبت کړې، دا چې نن مازدیګر د وږي په لسمه مې د کورنۍ د عیادت په موخه متحدو عربي اماراتو ته سفر درلود او دوه سوه زره یورو مې په خپله بټوه کې د فامیل د لګښتونو او نورو معلاملاتو په موخه له ځان سره انتقالولې چې د کابل له هوایي ډګره د وتلو پر مهال مې خپله بې له دې چې امنیتي کارکوونکی حضور ولري، د پیسو د اندازې موضوع د اولیف ګروپ له مسوولینو سره شریکه کړه، خو د دغو پیسو د انتقال په اړه د ځواب له ردولو سره مې دغه پیسې د اولیف ګروپ له مسوولینو بېرته راوړې او دوبۍ ته له سفره منصرف شوم او هغه اوازې چې ګواکې نیول شوی یم او یا د کوم امنیتي بنسټ په قید کې یم، په پوره ډول بې بنسټه او بې اوازو بل څه نه دي.»

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې جنرال نظیفې ذکي په دې اړه د واټسپ په ګروپ کې په یوه پیغام کې چې پژواک ته رسېدلی داسې راغلي: «شخصي پیسې یې دي، د سالم تجارت له لارې یې پیدا کړې دي، له کوم اختلاس او غلا یې په لاس نه دي راوړې، فکر کوم له نورو قضیو چې په دې شپو ورځو کې په هېواد کې رامنځته کېږي، مهمه نه ده، اړتیا نشته چې د هېواد مخکښ کسان د دې موضوع په اړه بحث وکړي.»

دغه راز د غزني د خلکو استازې هما احمدي هم په دې اړه د واټسپ په ګروپ کې لیکلي: «دروغ دي، خو اندېښنه مه کوئ، یوازې پیسې یې په کار دي، خپله دغه جناب به د هېواد په پارلمان کې د دغه وطن، ملت، خلکو، په ځانګړې توګه د بلخ د خلکو د صادق استازي په توګه شتون ولري.»

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د رییس جنرال سید عمر صبور د معلوماتو له مخې، د هوایي ډګر د سرحدي پولیسو منسوبین د درېیو میاشتو په لړ کې وتوانېدل چې د پیسو، سرو زرو او یو لرغوني بکس چې درې زره کاله مخینه یې درلوده او د نشه یي توکو شل قضیې یې معلومې کړې دي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي، په یاده موده کې هغه موضوعګانې چې کشف شوې، ډېرې هغه یې د نغدو پیسو د قاچاق موضوعګانې دي.

په همدې حال کې، د بسل حکومتولۍ انسټېټیوټ (Basel institute no Governance . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.