Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګردېز کې د افغان ځواکونو پر یوه کنډک موټربم برید شوی

ګردېز (پژواک، ۱۱ وږی ۹۹): د پکتیا چارواکي وايي چې نن سهار د دغه ولایت مقام ته څېرمه د عامله ملکیتونو او زیربنايي پروژو ساتنې ځواکونو پر قوماندانۍ موټربم برید شوی او دا مهال په سیمه کې ډزې روانې دي.

د پکتيا امنيې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار شاوخوا پنځه بجې وشو او تر اوسه (له سهار اته نیمې بجې) په سیمه کې خال، خال ډزې روانې دي.

هغه وایي، د لومړنيو معلوماتو له مخې، تر دې دمه درې بریدګر او د عامه ساتنې درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې په دغه برید کې لسګونو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا مهال په سیمه کې جګړه روانه ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.