کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٩): ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې حکومت د وسله والو طالبانو يو شمېر نور بنديان هم خوشي کړي او د بنديانو د تبادلې پروسه لا هم دوام لري.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د وږي په ١٢مه په ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې پروسه کې پر خپلو ژمنو عمل کوي.
هغه زياته کړې، د سولې پروسه کې د دولت ژمنې د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو په رڼا کې ترسره کېږي.
دى ويلي: ((موږ منتظر يو چه طالبان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اسیرانو د خوشي کولو په اړه خپلې ژمنې بشپړې کړي.))
د ولسمشر وياند وايي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالبانو يو شمېر پاتې بنديان خوشي کړي او د بنديانو د تبادلې کاري او تخنيکي پروسه لا هم دوام لري.
د هغه په وينا، د تبادلې پروسه دوه اړخیزه ده او حکومت د بندیانو د تبادلې په هره مرحله کې د پروسې په اړه خپل نظارت او ارزونه لري.
که څه هم نوموړي د طالبانو د خوشي شوو بنديانو شمېر نه دی ښودلی، خو سرچينو ويلي چې په تېرو دوو ورځو کې تر ٢٠٠ طالب بنديان خوشي شوي چې په کې پر اعدام محکوم شوي ٥٤ بنديان هم شامل دي.
د يادونې ده، د لويې مشورتي جرګې د پرېکړې پر اساس د ولسمشر د طالبانو د پاتې ٤٠٠ خطرناکو بنديانو د خوشي کولو فرمان لاسليک کړ چې له مخې يې په لومړي پړاو کې ٨٠ بنديان خوشي کړل، خو د ځينو هېوادونو له اعتراضونو وروسته دا پروسه وځنډېده.
دغه راز د افغانستان حکومت د طالبانو په بند کې د خپلو ٢٠ کومانډو سرتېرو د خوشيکولو غوښتنه هم وکړه چې طالبانو تر اوسه نه وو خوشي کړي.
د کندهار ولايت مقام وايي چې طالبانو تېره شپه له کومانډو سرتېرو څلور یې خوشي او دوى ته تسليم کړي دي.
login or register a new account.