Language

د امريکا سفارت: د ناقانونه وسله والو ګروپونو د جوړولو ملاتړ نه کوو

کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٩) : په کابل کې د امريکا سفارت وايي چې دوى په افغانستان کې د   ناقانونه وسله والو ګروپونو د جوړولو ملاتړ نه کوي.

دغه څرګندونې د امريکا سفارت مرستيالې او شازدافيرې مېرمن کرن ډيکر له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې په دې وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت له خوا د امنيتي ميثاق په چوکاټ کې خلک وسله وال کېږي، وويل : (( دا څرګنده ده چې امريکا د هيڅ غير قانوني وسله والو ډلو د وسله وال کېدو ملاتړ نه کوي .))

د نوموړې په وينا، امريکا يواځې د افغانستان له ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې کوي ، له نورو سره يې نه کوي. ))

مېرمن ډيکر وايي چې په دې اړه به د امريکا پوځي چارواکي  نور معلومات ورکړي، ځکه چې نظامي موضوع ده.

هغې د افغانستان د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه چې ډېر پرمختګونه يې کړي دي او اوس ټول کارونه او عمليات په خپله ترسره کوي.

دې زياته کړې : (( د افغان ځواکونو په بېلا بېلو برخو کې د سرتېرو سرښندنې او قربانۍ د قدر وړ  دي او افغانان بايد پر خپلو ځواکونو ووياړي. ))

دامريکا د سفارت مرستيالې د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان امنيتي ځواکونو رول ډېر ارزښتناکه دى.

د نوموړې په وينا، هيڅوک نه غواړي چې امريکايي سرتېري دې د تل لپاره په افغانستان کې وي، افغان ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په ښه توګه پرمخ وړي.

مېرمن کرن ډيکر وويل چې له طالبانو يې ضمانتونه اخيستي چې له القاعدې سره به اړيکې پرې کوي، خو دا افغان ځواکونه دي چې له خپلې خاورې او هېوادوالو دفاع کوي.

دامريکا د سفارت دغې لوړ پوړې ډيپلوماټې په داسې حال کې له نامسووله وسله والو د نه ملاتړ په اړه څرګندونې کړې دي چې په دې وروستيو کې کورنيو چارو وزارت د امنيتي ميثاق په نامه يو پروګرام پيل کړى دى.

د ولسمشر وياند صدیق صدیقي په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې دغه پروګرام، د امنیت د ټینګښت او له جرمونو او جنایتونو سره د اغېزمنې مبارزې په موخه؛ تدوین شوی او د امنیت د ښه والي په موخه د خلکو د بسیج کولو له لارې د پلي کېدو په حال کې دی.

login or register a new account.