Language

د کندهار ښار بای پاس سړک جوړولو چارې له کلونو ځنډ وروسته پیل شوې

کندهار (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): د کندهار ښار اړوند د بای پاس سړک جوړولو چارې نن (د وږي ۱۲مه) پیل شوې چې له تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو راهیسې یې خلکو د جوړولو غوښتنه کوله.

د دغه سړک یوه برخه د کندهار ښار له دویمې ناحیې تېرېږي چې هم یې موټر چلوونکي او هم د دې سیمې اوسېدونکو له سختو ستونزو سره مخ کړي وو.

د یاد سړک د جوړولو چارې د کندهار والي حیات الله حیات، کندهار ښاروال انجنیر رفیع حیات، د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال د یو شمېر مخورو په ملتیا پیل کړې.

د کندهار والي حیات الله حیات پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد شوی سړک ۱،۲ کیلومتره اوږدوالی لري چې د ۱۰ متره سور په لرلو جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د سړک په اوږدو کې یو طرف ته د نیم متر په سور چرۍ او د زابر طرف ته د ۴ متره په جګوالي استنادي دېوال هم جوړېږي.

د ده په خبره، پر دغه سړک ۴۵ میلیونه ۲۵۰ زره افغانۍ لګښت راځي چې د نړیوال بانک د ښاري پانګونې د پروګرام CIP له خوا ورکول کېږي.

دی وايي، د دغه سړک د جوړولو چارې په د ۷ میاشتو په موده کې په معیاري او بنسټیزه توګه بشپړې شي چې ۱۰۰۰ تنه به مخامخ او په زرګونو نور به ورڅخه په غیر مستقیمه توګه برخمن شي.

حیات وویل، د دغه سړک د خرابوالي له امله د سیمې اوسېدونکي او موټر چلوونکي له سختو ستونزو سره مخ وو او هره اوونۍ به پرې دوه یا درې بار وړونکي موټرونه چپه کېدل.

کندهار ښاروال انجنیر رفیع حیات وویل، د بای پاس سړک جوړول د ښاریانو په غوښتنه د متوازنې پراختیا پر بنسټ یوه له هغو پروژو ده چې خلکو یې د کلونو راهیسې د جوړولو هیله لرله چې نن یې عملا کار پیل شو.

ده خبر ورکړ چې د کندهار ښار د یو شمېر ویجاړو شوو سړکونو د پینه کارۍ او تخنیکي نیمګړتیاوو د حل په موخه یې بودیجه ځانګړې کړې چې هغه چارې به هم ژر پیل شي.

د کندهار ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال د دغه سړک د جوړولو د چارې په پیلېدو خوښي وښودله او ویې ویل له کلونو راهیسې خلک د دغه سړک د خراب وضعیت له امله دوی ته په شکایت ورتلل.

ده زیاته کړه، ولایتي شورا به د دغه سړک د جوړولو چارې څاري څو په سمه او بنسټیزه توګه جوړ شي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، بای پاس سړک چې د کندهار، ګاونډیو ولایتونو، کابل او هرات بار وړونکي موټرونه پرې تېرېږې له تېرو څو کلونو راهیسې خراب دی چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کارېز بازاز سیمې یوه اوسېدونکي عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا اتلس کلونه کېږي چې دغه سړک کنډ او کپر دی، دغه سړک په همدې موده کې دومره خراب شوی چې خلک د دوړو او ګردونو له لاسه په کورونو کې له خپلو کوټو دباندې نه شي راوتلای، مینځل شوې جامې دباندې نه شي هوارولای او تر ټولو خطرناکه دا چې هره ورځ پر دغه لار باروړونکي موټرونه چپه کېږي چې ډېر مهال کوچنیان او لویان ترې لاندې کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی له حکومته مننه وکړه چې باالاخره یې د دغه مهم سړک د جوړولو چارې پیل کړې خو غوښتنه کوي چې په ټاکلې موده کې باید جوړ شي.

د دغې لارې یو موټر چلوونکی محمد حسن چې د کابل او هرات تر منځ بار وړونکی موټر چلوي، وايي ټولې لارې ته چې سلګونه کیلومتره اوږدوالی لري، هومره نه وي وارخطا لکه همدې ۷ کیلومتره بای پاس سړک ته چې یې وار خطا وي.

دی وايي، دغه سړک هومره خراب شوی چې هره شېبه د موټرونو د چپه کېدو وېره وي او په وار وار چپه شوي هم دي چې هم یې موټر چلوونکي ته او هم یې د مالونو مالکینو ته درانه زیانونه اړولي دي.

نوموړی هم د دغې لارې د ژر جوړېدو غوښتنه کوي.