Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې يوه ښځينه پوليسه وژل شوې

کندوز-غزني (پژواک، ١٢ وږى ٩٩): حکومتي چارواکي وايي چې په کندوز کې يوه ښځينه پوليسه د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوې او په غزني کې د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رييس پر موټر چاودنه شوې ده.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون ماښام د امنيې قوماندانۍ يوه پوليسه صالحه په شوره خاک سيمه کې وژلې ده.

دى وايي: ((دغې پوليسې دا مهال په ګلتېپې ولسوالۍ کې خدمتي دنده ترسره کوله، پرون ماښام چا غولولې او شوره خاک سيمې ته يې بيولې او هلته بيا طالبانو وژلې ده.))

اکبري زياتوي چې د يادې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې جدي پلټنې روانې دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې چاودنه شوې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت پژواک ته وويل چې نن غرمه مهال په غزني ښار کې د کار او ټولنيزو چارو د رييس عبدالباري رحيمي پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.

ده وويل چې په دغه چاودنه کې عبدالباري رحيمي ته زيان نه دى اوښتى، خو موټر يې زيانمن شوى دى.

بل لورته د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.