ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندانۍ: وسله والو طالبانو پکتيا کې دوه ديني عالمان وژلي

امنيه قوماندانۍ: وسله والو طالبانو پکتيا کې دوه ديني عالمان وژلي

author avatar
3 Sep 2020 - 16:03
امنيه قوماندانۍ: وسله والو طالبانو پکتيا کې دوه ديني عالمان وژلي
author avatar
3 Sep 2020 - 16:03

ګردېز (پژواک، ۱۳ وږی ۹۹): د پکتيا امنيه قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو يو ديني عالم او يو بل د قران کريم حافظ په لويه لاره کې له موټره ښکته کړي او پرډزو يې وژلي دي.

د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال سلطان داوود سلطان پژواک ته وويل چې دوی له ډنډپټان څخه څمکنيو ولسوالي ته پر لاره وو، چې په نوزي خوله سيمه کې وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړي، له ځان سره يې بيولي او وروسته يې پر ډزو وژلي دي.

سلطان وايي: ((طالبانو نن غرمه مولوي مهاجر په نوزي خوله کې له قاري عبدالعزيز سره له موټره ښکته کړي او بيا يې په ډېر بې رحمانه ډول وژلي دي. دوی د کوم کار لپاره څمکنيو ته تلل. طالبانو د عامو خلکو وژنې ته کار ويلی.))

مولوي مهاجر د ډنډپټان ولسوالي خطيب و، چې د خلکو په خبره د سولې او ورورګلوي پيغام يې ورکاوه او د روانې جګړې پر درېدو يې ټينګار کاوه.

د ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکی عبدالله مسکين پژواک ته وويل چې مولوي مهاجر په خورا اخلاص خلک ښه ژوند ته رابلل او هڅه يې کوله چې خلکو ته د دين سم پيغام او تفسير ورسوي.

مسکین زياته کړه چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د مولوي مهاجر او قاري عبدالعزيز په وژل کېدو سخت خواشيني او غوسه دي؛ ځکه په خبره يې نوموړی رښتينی افغان ديني عالم و.

د يادې سيمې يو بل اوسېدونکی عبدالمالک هم د مولوي مهاجر وژل کېدل لويه ضايع بولي او وايي وسله وال طالبان هڅه کوي هغه ديني عالمان له منځه يوسي، چې له دوی سره فکري مطابقت نه لري.

نوموړي زياته کړه:((دا تر ټولو لوی وحشت دی؛ ځکه مولوي صيب يو سوله غوښتونکی، د ولس غمخوار او رښتينی ديني عالم و، چې خلکو ته يې په رښتينې توګه دين او اسلام بيان کاوه.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا د پوليسو په خبره تېره ورځ مازيګر پر ميرزکې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډزو کې يوه لاروۍ مېرمنه وژل شوې او يو ماشوم ټپى شوى وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.