ګردېز (پژواک، ۱۳ وږی ۹۹): په سوېل ختيځ کې ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ وايي چې په غزني ولايت کې يې د وسله والو طالبانو يو لوی زېرمتون له منځه وړی، چې ۱۳ ټنه چاودېدونکي توکي په کې و.
د دې قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن ايمل مومند وايي، چې ځمکنيو ځواکونو د افغان هوايي ځواک په مرسته دا زېرمتون د ياد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د نظامي عملياتو پر مهال په نښه کړی دی.
مومند پژواک ته وويل چې په دې زېرمه کې د ريموټ کنټرول ماينونو په ګډون ۱۳ ټنه چاودېدونکي توکي، د ځانمرګو بريدونو ۲۵ واسکټونه، څلور د مزايل دستګاوې، ۹۳ د ميزايل مرمۍ او ځينو نور مهمات له منځه وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((ګډو افغان امنيتي ځواکونو د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ په ناکام کلي کې د وسله والو طالبانو د وسلو لويه زېرمه له منځه وړې ده. وسله والو طالبانو غوښتل له دې چاودېدونکو موادو او ماينونو څخه په بېلابېلو بريدونو کې استفاده وکړي او زموږ هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوي.))
د غزني ولايت امنيه قوماندانۍ هم د دې خبر په تاييدولو سره وايي هڅه کوي چې د وسله والو طالبانو د تحرکاتو مخنيوی وکړي او ځينې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن