کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٩) : د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوانى رييس احمد يوسف نورستانى د امريکا د يوې محکمې له خوا په بند محکوم شوى دى.
د افغانستان د بیا رغونې څېړونکې امریکايۍ ادارې سیګار د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې نورستانى د امریکا د یوې فدرالي محکمې قاضي، له 'عمومي بودیجې څخه د غلا ' په تور په شپږ میاشتې 'کورني زندان ' محکوم کړی او تر درېیو کلونو پورې به تر نظارت یا څارنې لاندې وي.
نورستاني د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې په محکمه کې پر ځان لګېدلي تورونه ومنل او د دعوې د یوې برخې توافق په توګه یې د حکومتي پیسو بېرته ورکولو هوکړه وکړه.
د روان زېږديز کال د مارچ میاشتې تر نهمې پورې د محکمې د حکم تمه کېده، خو بيا وځنډېده. د دغه ډول تورونو اثبات په صورت کې د سزا ډېر حد ۱۰ کاله زندان او تر ۲۵۰ زره ډالره پورې جریمه کېدای شي.
پر نورستاني د ۲۰۱۹ کال په مې مياشت کې تور پورې شو او د امریکا د څارنوالۍ د راپور له مخې نوموړي د کالفورنیا ایالت په یوه محکمه کې اعتراف وکړ چې د ۲۰۱۵ کال د جون او ۲۰۱۸ کال ډسمبر میاشتو تر منځ موده کې یې د خپلو سفرونو او مېشت ځایونو په هکله دروغ ویلي او په غیر قانوني توګه یې د امریکا له عامه خیریه پانګې له ۱۰۰ زره ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کړې دي.
نوموړي دغه راز منلې چې د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې یې د دولتي مالي مرستې 'له کم عاید لرونکو کسانو سره دولتي مرستې ' لپاره غوښتنلیک ورکړی و.
د قانون له مخې، هغه کسان چې د دغه ډول مرستو لپاره مستحق بلل کېږي باید په امریکا کې واوسي او که له ۳۰ ورځو د ډېر وخت لپاره له هېواده بهر ځي، باید حکومت ته معلومات ورکړي.
نورستاني په امريکايي محکمه کې اعتراف کړی چې د خپلو سفرونو او اوسېدو په هکله یې څو ځله د امريکا دولت ته دروغ ویلي دي.
نوموړي په غیر قانوني توګه له دې ادارې ۲۷ زره ډالره تر لاسه کړي او د غه راز یې د درملنې په لړ کې له ۷۳ زره ډالرو ډېر لګښت شوی دی.
د امریکا عدلیې وزارت په راپور کې راغلي چې د افغانستان د بیارغونې امریکايۍ پلټونکې ادارې یا سیګار هم د دې موضوع په څېړنه کې همکاري کړې.
احمد یوسف نورستانی په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون رييس و، چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوې.
يوسف نورستانی په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال چې د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نوې اداره رامنځته شوه، د کرزي وياند او سلاکار و، دغه راز هغه د هرات د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
login or register a new account.