Language

سپین بولدک کې د یوې ولسي غونډې له لارې د خلکو د بنسټیزو حقونو د ورکړې غوښتنه وشوه

کندهار (پژواک، ۱۴ وږی ۹۹): د کندهار اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته د ورڅېرمه ولسوالیو مخورو، دیني عالمانو او عامو اوسېدونکو په یوې لویې ولسي غونډې کې په خپلو سیمو کې د امنیت، عدالت، روغتیا، زده کړو، کرنې او نورو پرمختیايي چارو غوښتنه وکړه.

 دغه ولسي غونډه د قلم لار مدني ټولنې په هڅو په سپين بولدک ولسوالۍ کې جوړه شوې وه چې د دې ولسوالۍ تر څنګ په کې د معروف، ارغستان، ښوراوک او رېګستان ولسواليو لسګونو وګړو ګډون کړی وو.

 ویناوالو له حکومت څخه وغوښتل چې د هېواد د نورو سیمو په څېر دې د دوی سیمو ته هم پاملرنه وشي او په ټولو برخو کې دې د خلکو حقوق ورکړل شي.

 د ارغستان ولسوالۍ د قبایلي جرګې مشر ملک کمال وویل، تېرې دوې لسیزې حکومت د دوی سیمو ته پاملرنه نه ده کړې او اوسېدونکي یې له بېلابېلو ستونزو کړېږي.

 هغه زیاته کړه، حکومت تر دې تر هر څه وړاندې امنیت تامین کړي، په دې او نورو ولسوالیو کې دې بند ښوونځي پرانیزي، روغتیايي خدمات دې ډېر کړي او سړکونه دې ورغوي.

 ده پر حکومت غږ وکړ چې د لوی کندهار هرې ناامنه سیمې ته دې پاملرنه وشي او د کلیو او ولسوالیو اوسېدونکو حقوق دې له پامه نه غورځول کېږي.

 دیني عالم مولوي عبدالحنان همت هم ورته څرګندونې وکړې خو له خلکو یې هم وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي.

 قومي مشر حاجي باز محمد اکا هم پر دولت غږ وکړ چې ډیورنډ ته ورڅېرمه پنځه ولسوالۍ په هره برخه کې له پامه غوځول شوي چې اوسېدونکي یې د امنیت، پوهنې، روغتیا او نورو پرمختیايي چارو کې له ستونزو سره مخ دي.

 

ده له حکومته د دغو ولسوالیو وګړو ته د نورو حقونو تر څنګ د لوړو زده کړو په برخه کې ځوانانو ته پر ونډه ورکولو ټینګار وکړ.

 د لوی کندهار ملي پیوستون شورا مشر اعظم خان سمندر وویل، په یادو شوو ولسوالیو کې ناامني او د خدماتو نشتون لویې ستونزې دي.

 ده زیاته کړه، همدا اوس یو شمېر ولسوالیو ته غځېدلې لارې بندې دي، خلکو ته د پوهنې او روغتیا په برخو کې کار نه دی شوی، حکومت باید دغو برخو ته پام وکړي.

login or register a new account.