کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۹۹): د زندانونو چارو د تنظیم اداره وایي چې د فراه ولایت بندخونې د ښوونې او روزنې مرستیال د دغه ولایت زندان ته د یوې اندازې چرسو او شیشې د انتقال په تور نیول شوی دی.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې نن (د وږي ۱۵) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې د فراه د زندان د ښوونې او روزنې مرستیال څارمن عبدالصمد چې غوښتل یې یوه اندازه نشته توکي لکه چرس او شیشه بندخونې ته دننه کړي، د مؤظفینو له خوا د تلاشۍ پر مهال نیول شوی دی.
خو دغه ادارې د یاد افسر د نیولو د وخت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نوموړي دوسیه له لومړنیو پلټنو وروسته په رسمي ډول اړوندو مراجعو ته استول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو دغو بندیانو ویلي چې نشه یي توکې په زندان کې پلورل کېږي او ډېری بندیان د بندخونې دننه روږدي شوي دي.
login or register a new account.