کابل (پژواک، ۱۵ سنبله ۹۹) : وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مذاکراتي ټیم نوی مشر ټاکلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وږي په ۱۵مه، په ټویټر کې لیکلي چې د ډلې د مشر ملا هبت الله دحکم له مخې، شیخ مولوی عبدالحکیم د مذاکراتي ټیم نوی مشر ټاکل شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې پخوانی مشر شیرمحمد عباس ستانکزی به د مذاکراتي ټیم د مرستیال په توګه دنده پرمخ وړي.
دغه راز نوموړي ویلي چې ډاکټر محمد نعیم وردګ د سهیل شاهین پرځای د قطر د سیاسي دفتر د ویاند په توګه ټاکل شوی دی.
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره افغان حکومت او طالبانو د یو بل بندیان خوشې کړي او ټاکل شوې وه، چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، خو د طالبانو د ټیم یو شمیر غړي په پاکستان کې وو، ځکه دا مذاکرات نه دي پیل شوي.
اوس سرچینې وایي چې د طالبانو د ټیم ټول ۲۱ غړي قطر ته رسیدلي دي او ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي ټیم سبا د قطر په لوري وخوځیږي او ددوشنبې په ورځ د بین الافغاني مذاکراتو د پرانستې مراسم ترسره شي.
login or register a new account.