کابل (پژواک، ۱۵ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۲۰ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۳۲۴ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په ۱۵مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۲۳۱ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۲۰ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۳۲۴ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې اووه په هرات، پنځه په کندهار، درې په کندوز، ۲ په فراه او یوه یوه پېښه په غور، لغمان او کونړ ولایتونو کې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳۶۹ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۰۰۷۷ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک د کرونا له امله مړ شوى نه دی. د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٤١٠ ته رسېږي.
روغتیا وزارت له خلکو غوښتي ترڅو د کرونا ویروس مخنیوي لپاره روغتیايي لارښوونې مراعت کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
login or register a new account.