Language

“د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی سبا دوحې ته ځي”

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۹): د سولې د مذاکراتي پلاوي یو غړی وایي چې ټاکل شوې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره سبا دوحې ته سفر وکړي.

په مشرانو جرګه کې د هرات د خلکو استازی د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی د طالبانو له استازو سره د خبرو د پیل لپاره سبا د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.

هغه د دې په اړه چې دوحې ته د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي سفر ولې وځنډېد، معلومات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په پیلیزه کې د ګډون په موخه دوه ورځې مخکې قطر ته تللی دی.

دغه راز ټاکل شوې وه چې د افغانستان د دولت مذاکراتي پلاوی د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل په موخه دوه ورځې وړاندې د قطر مزکر دوحې ته سفر وکړي؛ خو د نامعلومو لاملونو له امله یې سفر ځنډېدلی دی.

خو ځینې سرچینې وایي چې د طالبانو ټول ۲۱ غړي قطر ته رسېدلي،ټاکل شوې د افغانستان د دولت مرکچي پلاى هم سبا قطر ته لاړ شي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

login or register a new account.