کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۳۹۸ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په ١٦مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٢٠ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٧٤ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۳۹۸ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٨ په غور، ١٤ په کابل، لس په بلخ، شپږ په بادغيس، پنځه- پنځه په هرات، کندهار او ننگرهار، څلور په سرپل، دوه- دوه په پنجشير او نورستان او يوه- يوه هم په بغلان، کندوز او کونړ ولايتونو کې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٦٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۰۵۳۷ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې درې کسان د کرونا له امله مړ شوي چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ۱۴۱۲ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.
login or register a new account.