کندهار (پژواک، ۱۶ وږی ۹۹): امنيتي سرچينې وايي چې په کندهار ښار کې د یوه هدفي برید په پایله کې درې کسان وژل شوي دي.
پېښه نن سهار د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند چهارسو ته څېرمه رامنځته شوه.
یوې امنیتي سرچینې پژوک خبري اژانس ته وویل، په یاده ساحه کې پوپل مارکېټ ته مخامخ وسله والو موټرسایکل سپرو پر درېیو کسانو ډزې وکړې او ځای پر ځای یې ووژل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې یادو کسانو د ملا صاحب په سرای کې کار کاوه.
د کندهار ښار په شمال کې د وسله والو طالبانو د پخواني مشر د استوګنې په کور کې چې د خلکو ترمنځ د ملا صاحب پر سرای مشهور دی، بهرني ځواکونه مېشت دي.
تېره ورځ هم د دغه سرای یو قرادادي په ورته هدفي برید کې وژل شوی و.
امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.
دا په داسې حال کې چې په کندهار کې د هدفي بریدونو لړۍ له کلونو راهیسې روانه ده چې کله تونده او کله ورو شي.
په دغو بریدونو کې چې د ډېرو مسوولیت یې وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی، سلګونه دیني عالمان، قومي مخور، ملکي او نظامي کارکوونکي په نښه شوي او وژل شوي دي.
login or register a new account.