Language

​زلمي خليلزاد قطر ته رسېدلی دى

کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٩): د بين الافغاني مذاکراتو پرانيستلو په مراسمو کې د ګډون په موخه د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد قطر ته رسېدلی دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وږي په ١٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمى خليلزاد دوه ورځې مخکې قطر ته په سفر روان شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې سيمې ته د هغه د سفر موخه د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره هڅې او هلې ځلې دي، څو ژر تر ژره پيل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغانان د تاوتريخوالي دوامداره کمېدو او سياسي جوړجاړي ته سخته اړتيا لري، څو په هېواد کې يې جګړه پاى ته ورسېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې افغان مشران بايد د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته اعظمي ګټه پورته کړي او د بين الافغاني مذاکراتو پر وړاندې ټول خنډونه لرې کړي.

ټاکل شوې وه چې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې مراسم د شنبې په ورځ پيل شوي واى، خو په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټېم د ټولو غړو د نشتوالي له امله دغه مراسم ځنډېدلي دي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي ټېم نن د قطر پر لور روان شي او دا مراسم سبا د دوشنبې په ورځ پيل شي.

login or register a new account.