غزني ښار (پژواک، ١٧ وږى ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې په غزني کې د ماين چاودنې او جګړې له امله ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن ايمل خان مومند د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني ښار په ارزو سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
دى وايي چې په دغو بريدونو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
د مومند په وينا، د يادو بريدونو پرمهال ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات له منځه تللي دي.
دغه راز ده وويل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د غزني د مرکز اړوند د شاليز په سيمه کې د سړک پر غاړه ماين ځاى پرځاى کاوه چې چاودنه يې پرې کړې ده.
نوموړى وايي چې په دغه چاودنه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
همدارنګه د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده پژواک ته وويل چې د غزني ښار د امنيت د ټينګښت په موخه تازه دمي سرتېري دغه ولايت ته رسېدلي دي.
ده وويل: ((دغه تازه دمي ځواکونه به په غزني ښار او څنډو کې يې او په ځانګړي ډول د اروزو په سيمه کې مېشت کړاى شي.))
جمعه زاده وايي چې وسله والو طالبانو د ارزو سيمې ترڅنګ په يو شمېر نورو لويو لارو کې هم ماينونه ځاى پرځاى کړي چې د انجنيرۍ ډله يې پر شنډولو بوخته ده.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د غزني اوسېدونکي په دغه ولايت کې له سختو نا امنيو څخه شکايت کوي او وايي چې د امنيت د ټينګښت لپاره يې بايد اړين ګامونه واخيستل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP