Language

دافغانستان حکومت د اوربند په اړه د اروپايي ټولنې د غوښتنې هرکلى وکړ

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٩) : د افغانستان حکومت داروپايي ټولنې او کاناډا د هغې ګډې غوښتنې هرکلى کړى چې له وسله والو طالبانو يې د اوربند په اړه کړې وه.

په کابل کې داروپايي ټولنې سفيرانو او کاناډا په يوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه ښودلې او له طالبانو يې غوښتي  چې ژر تر ژره دې اوربند وکړي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي د اروپايي ټولنې ددې غوښتنې هرکلى کړى، هغه په ټويټر کې ليکلي چې اوس بايد طالبان را وړاندې شي او بين الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پيل کړي.

بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې ددې غوښتنې او دريځ هرکلى شوى.

سرچينې زياته کړې، افغانستان د سولې او جګړې پاى ته رسولو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه  د ګټې اخيستلو هڅې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانستان دولت يو ځل بيا له وسله والو طالبانو غواړي چې له تاوتريخوالي کمولو او اوربند سره موافقه وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه راز ويلي چې افغان حکومت دسولې او بين الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په موخه د ښه نيت له مخې، ډېر اقدامات کړي دي .

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح په يوه تازه مرکه کې ويلي چې حکومت د سولې او بين الافغاني مذاکراتو پيلولو لپاره د طالبانو د ٥٠٠٠ بنديانو په خوشې کولوسره لويه بيه پرې کړې ده.

login or register a new account.