Language

د مزار شریف په غبرګو چاودنو کې دوه تنه ټپیان شوي

مزار شریف (پژواک، ۱۷ وږی ۹۹) : د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې غبرګې چاودنې شوې، خو یواځې دوه تنه پکې ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د وږي په ۱۷مه، پژواک اژانس ته وویل چې لومړۍ چاودنه تر ماښام وروسته د مزار شریف ښار اړونده د شرکت دشت شور پر سړک شوې وه.

هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان ټپیان شول.

عادل وایي چې تر دې چاودنې څو دقیقې وروسته بله چاودنه وشوه، خو زیانونه یې نه درلود.

د نوموړي په وینا، د چاودنو په تړاو پلټنې پیل شوې دي.

ددې چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

login or register a new account.

Related Topics