Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د توغندي د لګېدو له امله ١٣ ماشومان ټپيان شوي دي

ګرديز (پژواک، ١٧ وږى ٩٩): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د يوه توغندي د لګېدو له امله د مدرسې ١٣ زده کوونکي ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د وږي په ١٧مه د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو غوښتل دغه توغندى پر افغان ځواکونو وتوغوي خو د مدرسې پر زده کوونکي برابر شوى چې له امله يې ١٣ تنه ټپيان شوي دي.

سرچينه وايي: ((دغه پېښه په شاه محمد کلي کې رامنځته شوې ده، دغه زده کوونکي رخصت شوي وو کورته روان و چې توغندى پرې برابر شوى دى، د ټولو عمرونه يې له لسو کلونو کم دي.))

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې څو ورځې وړاندې په ميرزکي ولسوالۍ کې د طالبانو د ډزو له امله يو درې کلن ماشومان د مور په غېږ وژل شوى وو.

بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.