کابل(پژاوک، ١٩ وږى ۹۹): د ولسمشر لومړ ى مرستيال الله امر الله صالح په کابل کې له يوې چاودنې روغ وتلى دى.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د وږي په ١٩مه، پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار په شاوخوا اوه نيمو بجو د کابل ښار د څلورمې حوزې اړونده دتايمنيو په سيمه کې چاودنه شوې ده.
هغه په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
بلخوا د ولسمشر د لومړي مرستيال وياند رضوان په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې ددې چاودنې هدف امر الله صالح و.
ده زياته کړې : (( د هېواد قسم خوړلو دښمنانو نن يو ځل بيا هڅه وکړه، چې د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح ته زيان رسوي، خو د خداى په فضل هغوى پخپل هڅه کې ناکام او امر الله صالح له دې بريده روغ وتلى دى. ))
د سيمې يو تن اوسېدونکي عيني شاهد حفيظ الله پژواک ته وويل چې له سيمې څخه د امر الله صالح د موټرو کاروان د تېرېدو په حال کې و، چې ناڅاپه چاودنه وشوه.
د چاودنې سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا بنده شوې او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
بلخوا ځينو روغتيايي سرچينو ويلي چې تر اوسه له دې پېښې دوه جسدونه او ١٢ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
ديادونې وړ ده چې تېر کال هم د امر الله صالح پر دفتر د موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى و، خو هغه ترې روغ وتلى و.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.